د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت اعلان وکړ چې دې ډلې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیسته کړې ده.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت تېره شپه (دغوايي ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې د ۲۸ ملیون ډالرو په ارزښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پرانیسته.
د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو د ډلې مشر عبدالباري عمر په مراسمو کې ادعا وکړه چې دا ډله د ۹۰۰ میګاواټه برېښنا په پروژو کار کوي.
هغه وويل چې پخوا افغانستان يوازې د ۲۵۰ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت درلود، چې موږ ته په ميراث پاتې و، خو اوس د ۹۰۰ ميګاواټه برېښنا د ظرفيت لرونکو پروژو باندې کار روان دی.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي ملا محمد یوسف وفا وویل چې د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي یوه جدي اړتیا ده او په دې برخه کې باید مهم ګامونه پورته شي.
جمهورخبري آژانس