۰

کابل:د ازادۍ جبهې په برید کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۳۳
د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالب جنګیالیو د وژل کېدو او ټپي کېدو اعلان وکړ.
کابل:د ازادۍ جبهې په برید کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالب جنګیالیو د وژل کېدو او ټپي کېدو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ازادۍ جبهې نن یکشنبه (د زمري ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې جبهې جنګیالیو پرون د شپې شاوخوا ۸:۲۵ بجې د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه د طالبانو د استخباراتو پر پوسته برید وکړ.

د دې عملیاتو په پایله کې، د طالبانو دوه استخباراتي ملېشې ووژل شوې او د دې جنایتکارې ډلې دوه نور ټپیان شول.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو ډیری محتسب، یا تش په نامه مذهبي پولیس، هم د دې ډلې جاسوسان او استخباراتي اجنټان دي، چې ډیری وختونه په ګډو ټیمونو کې کار کوي ترڅو خلک، په ځانګړې توګه ښځې، په مختلفو لارو ځوروي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي