د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر د اوبو او انرژۍ پروژو په پلي کولو کې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن چهارشنبې (د زمري ۱۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کروپچینکو سره ولیدل.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې.
د تاتارستان مرستیال صدراعظم د اوبو او انرژۍ د پروژو په پلي کولو کې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
د تاتارستان چارواکي د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه چې د کازان په نړیوال انرژۍ فورم کې ګډون وکړي، چې سوداګریز پروګرامونه او صنعتي نندارتونونه پکې شامل دي او د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې به په تاتارستان کې ترسره شي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ګډې همکارۍ پراخول به دواړو هیوادونو ته ګټه ورسوي.
د همکارۍ د پیل لپاره، منصور د پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لیږد په پروژه کې د پانګونې وړاندیز وکړ او د دواړو خواوو د متخصصو ټیمونو ترمنځ یې د تخنیکي غونډو غوښتنه وکړه ترڅو د دې پروژې او د انرژۍ نورو پروژو په اړه معلومات تبادله کړي.
هغه زیاته کړه چې له دې مرحلې وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم یادداشت لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس