۰

په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۱۶
طالبانو ډلې اعلان کړی چې ایران په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ افغان کډوال شړلي دي.
په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي
طالبانو ډلې اعلان کړی چې ایران په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ افغان کډوال شړلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عالي کمیسیون نن چهارشنبې  (د زمري ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ایران پرون ۵۹۳۶ افغان کډوال شړلي دي.

کمیسیون زیاته کړه چې ۴۱۵۷ کسان د اسلام کلا له لارې او ۱۷۷۹ نور د ورېښمو پل له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو ویلي چې دغو افغان راستانه شویو کسانو په ټولیزه توګه ۹ میلیونه ۹۶ زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده.

د راپور له مخې، نږدې زر راستانه شوي کسان د بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ولایتونو ته لیږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو پروسه لاهم روانه ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي