۰

طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو درې خبریالان نیولي دي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۳۹
د دایکندي ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتي ډلې په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو درې خبریالان نیولي دي.
طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو درې خبریالان نیولي دي
د دایکندي ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتي ډلې په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو درې خبریالان نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د دایکندي ولایت سیمه ییزې سرچینې نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) وویل چې د طالبانو استخباراتو له پرون ماسپښین راهیسې د نسیم راډیو درې خبریالان بیا نیولي دي.

د دې رسنۍ مشر سلطان علي جوادي او د هغې دوه خبریالان، سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي، په نیول شویو کسانو کې دي.

د دې خبریالانو د نیولو دلیل لا تر اوسه روښانه نه دی.

د یادونې وړ ده چې دا درې کسان لومړی ځل دوه کاله وړاندې د طالبانو لخوا نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي