د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د انقرې د ایتنوګرافیک موزیم له چارواکي سره د ډلې د کلتوري اتشه د لیدنې اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د وزارت کلتوري اتشه حمیدالله تمکین په انقره کې د ایتنوګرافیک موزیم له مشر ویسي ګن سره ولیدل ترڅو اړیکې او ګډ کلتوري ارزښتونه پیاوړي کړي.
تمکین له ګن څخه وغوښتل چې د تاریخي اثارو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د افغانستان له ملي موزیم سره همکاري وکړي.
ګن په دې غونډه کې وویل چې د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ، د دواړو هیوادونو د موزیمونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ځای چمتو کیدی شي.
هغه زیاته کړه چې د انقرې ایتنوګرافیک موزیم کې ډیری اثار د سلجوقي او عثماني دورې پورې اړه لري.
د دې موزیم د اثارو د راټولولو پروسه په ۱۹۲۴ کال کې پیل شوه او له بشپړیدو وروسته، په ۱۹۲۸ کال کې پرانیستل شوه.
جمهورخبري آژانس