په جوزجان ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو مشر د راستنیدونکو لپاره د یوناما د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنشنبې (د زمري۱۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د جوزجان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو مشر امان الله طلحه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د شمالي زون له مشر لیونارډو سره ولیدل.
د دې غونډې موخه له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنیدونکو کورنیو د ستونزو او اړتیاوو حل کول وو.
په دې غونډه کې، د جوزجان ولایت د کډوالو چارو مشر د جوزجان ولایت د زیانمنو راستنیدونکو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په تیرو دوو میاشتو کې، له ایران او پاکستان څخه له ۱.۲ ملیون څخه ډیر کډوال په زوره ایستل شوي دي.
جمهورخبري آژانس