۰

نږدې ۳۰۰ افغان بندیان له پاکستان څخه خوشې شول

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۵۶
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د نږدې ۳۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
نږدې ۳۰۰ افغان بندیان له پاکستان څخه خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د نږدې ۳۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره اونۍ ۲۹۹ افغان کډوال چې په پاکستاني زندانونو کې بندیان وو خوشې شول او هیواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لیږد دفتر د معلوماتو له مخې، دا کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او له ۲۰ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې په زندانونو کې ساتل شوي وو.

په بیان کې ویل شوي چې دا خلک د نوم لیکنې او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي کورونو ته لیږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي