۰

طالبانو او د مهاجرت نړیوال سازمان د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او پراخولو ټینګار وکړ

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۲۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالیې او ادارې مرستیال او د مهاجرت نړیوال سازمان د کډوالو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او پراخولو ټینګار وکړ.
طالبانو او د مهاجرت نړیوال سازمان د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او پراخولو ټینګار وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالیې او ادارې مرستیال او د مهاجرت نړیوال سازمان د کډوالو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او پراخولو ټینګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال محمد نعیم د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له عمومي رییس محمد عبدالکریم سره ولیدل.

په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان کډوالو، بې ځایه شویو کورنیو د جبري شړلو او د بشري همکاریو د پراخولو په اړه بحث وکړ.

محمد عبدالکریم راستنیدونکو ته د مرستې چمتو کول یو ګډ بشري مسؤلیت وباله.

احمد ولیکل چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او پراخولو ټینګار وکړ.


جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي