۰
روسیه:

ترکيې ته به د «S-۴۰۰ میزائیلو د ورکړې مهالویش چټک کړو

چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
روسیه وايي، پرېکړه یې کړې، چې ترکیې ته د روسي د «S-۴۰۰ میزائیلو د ورکړې مهالویش چټک کړي.
ترکيې ته به د «S-۴۰۰ میزائیلو د ورکړې مهالویش چټک کړو
روسیه وايي، پرېکړه یې کړې، چې ترکیې ته د روسي د «S-۴۰۰ میزائیلو د ورکړې مهالویش چټک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر منځ شوې.

پوتین پرون سه شنبې د وري ۱۴ مه په یوه سفر ترکیې ته تللی او هلته یې له خپل ترکي سیال او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره کتلي.

روسي او ترکي مشرانو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې او تر څنګ یې په ترکیه کې د لومړنۍ اټمي بټۍ د جوړولو کار رسماً افتتاح کړ.

پوتین او اردغان د دې اټمي بټۍ چې د ۲۰ میلیارده ډالرو په لګښت د ترکيې په جنوب کې جوړېږي د پرانېستلو مراسم د ویډیو کنفرانس له لارې وکتل.

پوتین له اردوغان سره  تر خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، دواړه پرېکړه وکړه، چې ترکيې ته د «S-۴۰۰» میزائیلو د ورکولو مهالویش چټک کړو.

نوموړي و ویل«موږ د روسيې او ترکيې ترمنځ د پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پړاو په ځانګړي ډول ترکيې ته د «S-۴۰۰» ورکولو د قرارداد د نهايي کولو په اړه خبرې وکړې.»

که څه هم پوتین ترکيې ته د «S-۴۰۰» میزائیلو ضد سیسټم د ورکولو دقیقه نېټه یاده نه‎کړه، خو تر دې مخکې ویل شوي چې ترکیه به د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه او یا د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې دا سیسټم ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي