هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شبنې د لړم ۸ مه سهار د هلمند – هرات پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، یاده ترافیکي پېښه د یوه سراچه ډول او ټېلر موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې په پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د یوه تن روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل