سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د وږي دوهمه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو د ادارې مرستیال محمد ناصري وايي، مسافر وړونکی بس موټر له ګرشک ولسوالۍ کندهار ته په لاره و، چې په میوند ولسوالۍ کې له سړک وتلی او چپه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې شپږ تنو ژوند له لاسه ورکړی او د دوه ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار