۰

پاکستان کې ترافیکي پېښې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د پاکستان په راولپندۍ کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان کې ترافیکي پېښې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د پاکستان په راولپندۍ کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی، چې له امله یې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د راولپنډۍ په یوه غرنۍ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې موټر کې تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې او چپه شوی دی.

ځايي پولیس وایي، موتر تر چپه کېدو وروسته یوې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې ۲۲ تنه مسافر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا دا چې پېښه په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې، نو د ژغورنې عملیات یې هم له ستونزو سره مخ شوی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي