۰
سیمه ییز چارواکي:

د ۲۰ ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوول و وژل شو

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د هېواد لوېدیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي، د ۲۰ ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی نظامي مسوول مولوي کامران وژل شوی دی.
د ۲۰ ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوول و وژل شو
د هېواد لوېدیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي، د ۲۰ ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی نظامي مسوول مولوي کامران وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا مولوي کامران تېره شپه (دوشنبې د تلې ۱۵ مه) د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، مولوي کامران له څو نورو طالب قوماندانو سره موټر کې له یوه ځایه بل ته روان وو چې د بهرنیو ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغی.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د ۲۰ ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي کامران، د لوېدیځ زون لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي صمد، ملا داود او مولوي اخوندزاده هم وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ په وینا مولوي کامران د کوټې شورا له خوا د ۲۰ ولایتونو لپاره نظامي مسوول ټاکل شوی و، چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې و وژل شو.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي