۰
د ناټو عمومي منشي:

د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کو، خو چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۶
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د سولې لپاره نرمښت وښيي.
د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کو، خو چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د سولې لپاره نرمښت وښيي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستولټنبرګ چې په لندن کې د ناټو پارلماني اسمبلۍ ناستې ته وینا کوله و ویل، چې طالبان باید د سولې لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړی وایي، له بده مرغه طالبان نه یوازې دا چې تاوتریخوالی نه ختموي، بلکې لمن ورته وهي.

سټولټنبرګ دې ته په اشارې چې ویل کېږي، ښایي امریکا له طالبانو سره بیا د سولې خبرې پیل کړي ویلي، ناټو د سولې د بیا ځلي خبرو د پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان د خبرو پر میز نرمښت وښيي او له ځینو غوښتنو یې تېر شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا هم ویلي، چې طالبان سولې ته پوره ژمن نه دي نو له همدې امله باید له دوی قوي ضمانت واخیستل شي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمنه ده او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

د ناټو عمومي منشي ډاډ ورکړی، چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو به د ناټو ملاتړ ادامه لري او په ګډه به د ترهګرو پر ضد مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ والسټرېټ ژورنال او تلګراف ورځپاڼو هم لیکلي و، چې امریکا هڅه کوي له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د تېر کال د اختر په څېر اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي