د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان له پېښو تر لاسه شوي درسونه به د راتلونکو ستونزو په حل کې وکاروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي او دا د ناټو لپاره د یوه درس حیثیت لري، چې په راتلونکو ستونزو کې به ګټه ترې واخلي.
د ناټو سرمنشي ویلي، دوی زرګونه متحدین له افغانستان ایستلي دي او دا یې د ناټو په غړو هېوادونو کې مېشت کړي دي.
ینس سټولټنبرګ له افغانستان د تخلیې ماموریت هم ستره لاس ته راوړنه بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل