۰
ناټو:

تر ارزونې او سلا مشورو ورسته د افغانستان په اړه پرېکړه کوو

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان به د مۍ تر لومړۍ نېټې له ارزونې، نظارت او سلا مشورو وروسته د افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه وکړي.
تر ارزونې او سلا مشورو ورسته د افغانستان په اړه پرېکړه کوو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان به د مۍ تر لومړۍ نېټې له ارزونې، نظارت او سلا مشورو وروسته د افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، چې همدا موضوع به د ناټو لپاره د راروانې اونۍ د غونډې مهمه مسئله وي.

که څه هم د ناټو عمومي منشي ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه کوي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړي، چې له افغان ځواکونو د دغه سازمان تمویل، روزنه او تجهیز به دوام ولري او ناټو پر دغه ژمنه ولاړه ده.

دی وايي، دا مهال په افغانستان کې تر ډېره مېشت ځواکونه غیر امریکايي دي چې دا په خپله د ناټو په ماموریت کې د نړیوالو او اروپایي متحدینو د ژمنو ښکارندوی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې ناټو د خبرو له لارې د ستونزو د حل کلکه ملاتړې ده او له همدې امله یې د امریکا او طالبانو د د هوکړې ملاتړ وکړ.

د ناټو سرمنشي په خپلو خبرو کې د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو په ملاتړ هم ټېنګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړی که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

نوموړي په دغه لیک کې له ولسمشر غني غوښتي و، چې د زلمي خلیلزاد د وړاندیزو په اړه رغنده دریځ پراخ کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا په نوې طرحه کې د سولې انتقالي حکومت هم شامل دی چې د نوي اساسي قانون له تصویب او ملي ټاکنو څخه وروسته به واک یو دایمي دولت تهلېږدوي.

خو ولسمشر غني وړاندې هم د امریکا له دغه طرحې سره مخالفت ښودلی او پرون یې هم په تازه څرګندونو کې په ډاګه و ویل، چې دوی د نړۍ او سیمې تر هېوادونو زیات سولې ته بېړه لري، خو پر واقعیتونو ولاړې سولې ته نه احساساتي.

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستی ته پرېږدي او زیاته یې کړه، چې که طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر شي، دی چمتو دی، چې له وخته وړاندې ټاکنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي