۰

طالبانو د سولې ولسي حرکت غړي خوشي کړي دي

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۸
د سولې ولسي حرکت شپږ تنه غړي، چې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي شوي بېرته خوشي شوي دي.
طالبانو د سولې ولسي حرکت غړي خوشي کړي دي
د سولې ولسي حرکت شپږ تنه غړي، چې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي شوي بېرته خوشي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه حرکت مسوولینو پرون و ویل، چې د دوی شپږ تنه غړي د لوګر ولایت د مرکز پل علم له اړوند سیمو څخه طالبانو برمته کړي وو.

دوی ویلي دغه غړي یې له مرکز پل علم څخه د شهرک په لور په یوه غونده کې د ګډون لپاره روان و، چې طالبانو برمته کړل.

د سولې د ولسي حرکت د اړیکو مسوول پاچا خان مولاداد وايي، طالبانو د دوی ملګري نېږدې ۷ ساعته له ځان سره ساتلي و او بیا بېرته پرېښودل.

پاچا خان مولاداد وایي، دوی نه پوهېږي، چې طالبانو ولې د دوی ملګري نیولي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي