د سولې ولسي حرکت شپږ تنه غړي، چې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي شوي بېرته خوشي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه حرکت مسوولینو پرون و ویل، چې د دوی شپږ تنه غړي د لوګر ولایت د مرکز پل علم له اړوند سیمو څخه طالبانو برمته کړي وو.
دوی ویلي دغه غړي یې له مرکز پل علم څخه د شهرک په لور په یوه غونده کې د ګډون لپاره روان و، چې طالبانو برمته کړل.
د سولې د ولسي حرکت د اړیکو مسوول پاچا خان مولاداد وايي، طالبانو د دوی ملګري نېږدې ۷ ساعته له ځان سره ساتلي و او بیا بېرته پرېښودل.
پاچا خان مولاداد وایي، دوی نه پوهېږي، چې طالبانو ولې د دوی ملګري نیولي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل