۰
چین:

د بین الافغاني تفاهم لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن یو

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
چنايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د بین الاافغاني تفاهم او سولې رامنځ ته کېدو لپاره یې هېواد هر ډول همکاریو ته ژمن دی.
د بین الافغاني تفاهم لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن یو
چنايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د بین الاافغاني تفاهم او سولې رامنځ ته کېدو لپاره یې هېواد هر ډول همکاریو ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره کتنه کې کړي دي.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چين پر اړيکو خبرې کړې او د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

د ملي امنيت سلاکار د سولې او نورو موضوعاتو په برخه کې د چين له همکاريو مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې افغانان تر بل هرڅه ډير د جګړې پای ته رسېدو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د چین ځانګړي استازي په دې اړه د افغان حکومت د هڅو د ستاینې تر څنګ ویلي، چین تیار دي د بین الافغاني تفاهم په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت د سولې په پروسه کې مرکزي رول ولري او د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او محوریت مخ ته لاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي