۰

د کابل پوهنتون یو استاد بغلان کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۴
د بغلان سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د کابل پوهنتون یو استاد بغلان کې وژل شوی دی
د بغلان سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استاد پنجشېری پرون سه شنبې د لړم ۱۴ مه کندوز ته پر لاره وه، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په همت خېل سیمه کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، استاد عزیز احمد پنجشېری د وسله والو طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د مرکزي بغلان پولیس وایي، د استاد مړی یې یوه روغتون ته انتقال کړی دی.

که څه هم بشارت دا ونه ویل، چې استاد پنجشېري د کابل د کوم پوهنتون استاد و، خو ځینې سرچینې وايي، نوموړی د کابل پوهنتون استاد و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي