د بغلان سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استاد پنجشېری پرون سه شنبې د لړم ۱۴ مه کندوز ته پر لاره وه، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په همت خېل سیمه کې وژل شوی دی.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، استاد عزیز احمد پنجشېری د وسله والو طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د مرکزي بغلان پولیس وایي، د استاد مړی یې یوه روغتون ته انتقال کړی دی.
که څه هم بشارت دا ونه ویل، چې استاد پنجشېري د کابل د کوم پوهنتون استاد و، خو ځینې سرچینې وايي، نوموړی د کابل پوهنتون استاد و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بغلان