۰
ملګري ملتونه:

۱۲.۶ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۶ میلیونه وګړي په بېړنۍ توګه خوراکي توکو ته اړتیا لري.
۱۲.۶ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۶ میلیونه وګړي په بېړنۍ توګه خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې اندېښنه ښودلې، چې په راتلونکو میاشتو کې به د هغو افغانانو شمېر لا زیات شي، چې په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.

اوچا په دې راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په تېرو دریو میلادي میاشتو کې له هر دریو وګړو یو تن یې د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ دی.

د راپور پر بنسټ دا مهال ۱۲.۶ میلیونه افغانان په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري، خو له روانې میاشتې تر راتلونکي پسرلي پورې ښايي دغه شمېر ۱۳.۹ میلیونو ته لوړه شي، چې ۳ میلیونه به یې په بېړني یا ایمرجنسي وضعیت کې وي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر زیاتوي، چې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت سخت دی او له دې امله خلک د خوراکي توکو د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

دغه ااره وایي، په خلکو کې د لوږې او د قحطۍ د زیاتېدو نور اساسي عوامل ډېرو خلکو ته د کار نشتوالی، طبیعتي افتونه او د خوراکي توکو د نرخونو لوړېدل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، په راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال کې به وضعیت له ستونزو ډک وي خو دوی هڅې کوي چې تر ټولو اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي