۰

ولسمشرغني، له اردوغان او جواد ظریف سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.
ولسمشرغني، له اردوغان او جواد ظریف سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په دغه دواړو لیدونو کې له هغوی سره د افغانستان د سولې، سیمه ییز اتصال، اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ، پاګونې او یو لړ نورو مسایلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ولسمشر ویلي، چې  سیمه ییز اتصال د استانبول د پروسې یو اساسي هدف دی او غواړي چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ زیاتې کړي.

ښاغلي غني د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې زیاته کړې، چېسوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

له اردوغان سره ناسته کې ولسمشر د سولې پروسې، د افغانستان، پاکستان او ترکیې د ولسمشرانو په کچه د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو، په افغانستان کې د ترک پانګوالو او شرکتونو د پانګونې، د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت او د ترکیې له لوري په افغانستان کې د ښځو لپاره د پوهنتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل افغان ساري څخه د استانبول پروسې – اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون او وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل، ترکیه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.

دغه راز اردوغان زیاته کړې، چې  د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ به ادامه ولري، ترک پانګوال او شرکتونه به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي افغانستان په حساسو شرایطو کې دی نو نړیوالو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې پانګونه ډېره کړي تر څو په اقتصادي ودې  سره دغه هېواد ته دایمي سوله او ثبات راشي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته ژمنه ده خو افغان حکومت ته هم په کار ده چې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.

ردوغان دغه راز ټینګار کړی چې ترکیه او ناټو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ټولو اړخونو په ګډو هڅو افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي.

د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې ولسمشر غني ویلي، سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده، خو اساس به دا وي چې اوربند وشي او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو ستونزه حل شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د نشه یي توکو او د سیمې د ستونزو د حل لپاره د ټولو ګډه همکاري حتمي ده.

هغه د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت به یې د هغو تروریستي ډلو پرضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي مبارزه وکړي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، دوی په دې باور دي چې د افغانستان دولت باید د راتلونکو مذاکراتو محور وي.
ښاغلي ظریف زیاته کړې، چې ایران د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي او غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.

دغه راز ظریف دا هم ویلي، چې ایران د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغان دولت د دریځ چې د اساسي قانون په اصولو ولاړ دریځ دی، ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي