۰
ولسمشر غني:

خلک باید د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار ونه لري، هرپړاو په قید او شرط ولاړ دی

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۱
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ولس باید د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار ونه لري، ځکه په وینا یې هر پړاو یې په قید او شرط ولاړ دی.
خلک باید د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار ونه لري، هرپړاو په قید او شرط ولاړ دی
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ولس باید د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار ونه لري، ځکه په وینا یې هر پړاو یې په قید او شرط ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د ولایتي شوراګانو د مشرتابه غړو سره لیدنه او خبرو کې کړې دي.

ارګ وايي، ولسمشر د ولایتي شوراګانو مشرتابه او استازو په وینا کې د ولایتي شوراګانو د اجماع ستاینه وکړه وې ویل، چې په راتلونکو میاشتو کې به مو اساسي تمرکز پر ولسوالیو او کلیو وي او په انکشافي کارونو او سوله کې به ولایتي شوراګانو سره مشورې کېږي.

ښاغلي غني ویلي، چې په سوله کې د ښځو مشارکت تضمین شوی او د مذاکراتي ټیم هر غړی به د ښځو د حقونو دفاع کوي.

دغه راز ولسمشر ټینګار کړي، چې د سولې د لوی هدف لپاره به یو کوچنی، قوي او ټولشموله ټیم جوړېږي او په دغه خبرو کې به په جمهوریت او د وګړو په حقونو باندې هېڅ ډول معامله نه کېږي.

ولسشمر ویلي، چې د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي او نوی نسل هیچاته اجازه نه ورکوي چې په حقونو یې معامله وشي.

ولسمشر خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار ونه لري او د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري او زیاته یې کړه «هېڅ اجازه نه ورکوو چې طالبانو سره سوله د بلې جګړې د پیل لامل شي.»

نوموړي ویلي، چې د همدغو شرایطو پر اساس به تاوتریخوالی کمېږي چې بالاخره د اوربند لامل شي.

ښاغلي غني سوله د خلکو اساسي غوښتنه ده، خو حکومتولي به هم روانه وي. خلک به په نږدې راتلونکې کې د لویو انکشافي پروژو د پیلېدو شاهدان واوسي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د سولې په مذاکراتو کې د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو ولاړ دی او په هره مرحله کې به له خلکو سره مشوره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي