۰
ولسمشر غني:

د څلور زره امریکایي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وضعیت هېڅ اغېز ونه لري

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د څلور زره امریکايي سرتېرو وتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وضعیت هېح ډول اغېز ونه لري.
د څلور زره امریکایي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وضعیت هېڅ اغېز ونه لري
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د څلور زره امریکايي سرتېرو وتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وضعیت هېح ډول اغېز ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام مهال د سولې په تړاو د قول اردوګانو له قوماندانانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر غني د مونیخ له کنفرانس وروسته هېواد ته رسېدو سره سم د سولې په تړاو د سلا مشورو لړۍ پیل کړې او د همدې لړۍ په ترڅ کې یې د یاد کنفرانس او سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه د قول اردوګانو قوماندانانو ته هم معلومات ورکړل.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او قربانۍ د دې سبب شوې، چې د افغانستان دښمنان خپلو هغو شومو اهدافو ته چې ټاکلي یې و، ونه رسېږدي.

ولسمشر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې د افغانستان خلک ستاستو په شتون ویاړي او داسې د خپل ځان، خاورې، اساسي قانون او ملي حاکمیت ساتونکي بولي.

ښاغلي غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاد ورکړ، چې د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی او په دې برخه کې ناټو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

هغه د سولې په اړه و ویلو چې د سولې لپاره برابر شوی فرصت هم د افغان ځواکونو د قربانیو پایله ده او په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې ګواښونه په ښه ډول مدیریت کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې افغان ځواکونو په تېرو ټاکنو کې خپل بې پرېتوب وښود او ثابته یې کړه، چې دا ملي او په ټول افغانستان پورې تړلي بنسټونه دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړه، چې له افغانستان د څلور زره امریکايي سرتېرو وتل به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

د هغه په وینا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغان حکومت ټینګ دریځ د دې لامل شو، چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږي.

ولسمشر زیاته کړه، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او مذاکراتو د پیل لپاره ښه فرصت برابر شوی دی، خو اړتیا دا ده، چې قوي درک سره ګواښونه دفع او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره رامنځ ته شوي فرصت څخه ښه ګټه پورته کړو.

خو وايي، دا اوس په طالبانو پورې اړه لري، چې آیا چمتو دي، له رامنځ ته شوي فرصت څخه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کار واخلي او که نه.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون ماښام د سولې په تړاو د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره هم د سلا مشورو ناسته درلوده او ورته څرګندونې یې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

لافغانی نیز آغاز شود.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي