۰

عبدالهادی ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست وټاکل شو

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۹
د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر اساس عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالهادی ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست وټاکل شو
د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر اساس عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن سه شنبې د وري ۱۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر د فرمان پر اساس ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې ښاغلی ارغندیوال د اسلامي حزب له ګونده جلا شوی یو حذب هم لري او ترې دې وړاندې یې د اقتصاد د وزیر په توګه هم دنده کړې ده.

د ولسمشر سلاکار ویلي، د نوې کابینې د غړو ټاکلو لړۍ به همداسې روانه وي او له بشپړېدو وروسته به یې په ډلیزه توګه د باور رایو تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ولېږي.

په ورته وخت کې ځینې نور راپورونه وايي، د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر د کورنیو چازو د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی خو تر اوسه پورې دا خبر په رسمي توګه نه دی تایید شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د فرمان په اساس محمد شاکر کارګر د جمهوري ریاست د دفتر د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

ولسمشر غني د لوړې مراسمو تر سره کولو پر مهال په خپله وینا کې ژمنه کړې وه، چې یو پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت به جوړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي