۰

ولسمشر د تېرې جمعې د پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د شوی برید د څېړنو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
ولسمشر د تېرې جمعې د پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د شوی برید د څېړنو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، ولسمشر ددغه پېښې د دقیقې او هر اړخیزې ارزونې امر کړی دی.

په دغه پلاوي کې د لویې څارنوالۍ، ولسي جرګې، بشري حقونو، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت استازي د پېښې د ارزولو لپاره ګومارل شوي دي. دغه پلاوی اړ دی چې په دوو اونیو کې د خپلو موندنو او پلټنو پایلې له ولسمشر سره شریکې کړي.

د یادونې ده، چې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو د تېرې جمعې په ورځ دوه تنه وسله والو برید وکړ، چې له امله یې ۳۲ تنه و وژل شول او تر ۸۰ زیات ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي