۰

غني او مودي تلېفوني خبرې کړې دي

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر تلېفوني خبرې کړې او ښاغلي مودي ښاغلي غني ته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مبارکي ویلې ده.
غني او مودي تلېفوني خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر تلېفوني خبرې کړې او ښاغلي مودي ښاغلي غني ته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان مبارکي ویلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي ښاغلي غني او ښاغلي مودي نن سه شنبې د مرغومي ۳ مه له غرمې مخکې خبرې سره کړې دي.

سرچینه وایي، د هند لومړي وزیر د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د مبارکۍ تر څنګ ولسمشر ته ویلي، هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په توګه د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي.

ښاغلي مودي د افغانانو په مالکیت، رهبرۍ او کنټرول سولې پروسې څخه د خپل هېواد د ملاتړ څرګندولو پرمهال ویلي، هېواد به یې د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ وي او د ولسواک، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د دوی مرستې او ژمنې پرځای دي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب له ښاغلي مودي مننه کړې ویې دي افغانان نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتېژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ منندوی او د اساسي قانون تطبیق ته ژمن دي.

بل خوا ارګ وايي، په دغه تلېفوني خبرو کې ښاغلي مودي ولسمشر ته هند ته د ورتګ بلنه ورکړې تر څو له نېږدې  د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه سره بحث او خبرې وکړي.

سرچینه وایي، ولسمشر هم د ښاغلي مودي بلنه منلې او ویلي یې دي، چې په یوه مناسب فرصت کې به هند ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي