۰

د کندوز په چاردرې کې د هاوان لګېدو ۲۱ سرتېري او څلور ملکیان ټپیان کړي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۲۱ امنیتي سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کندوز په چاردرې کې د هاوان لګېدو ۲۱ سرتېري او  څلور ملکیان ټپیان کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۲۱ امنیتي سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، د هاوان دغه مرمرې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۹ مه ماښام مهال د چاردرې پر امنیه قوماندانۍ او د ملکي وګړو په یوه کور لګېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لومړۍ مرمۍ په لګېدو کې ۲۱ امنیتي سرتېري سربېرن ټپیان شوي او دوهمه مرمۍ یې په کوڅه کې چاودنې، چې  څلور ملکي وګړي یې  ټپیان کړي  دي.

د هغه په وینا ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې ګڼ حکومتي سرتېري وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي