۰

خوست: په ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي و وژل شول

سی شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
د کورنیو چارو وازرت تاییدوي، چې په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
خوست: په ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي و وژل شول
د کورنیو چارو وازرت تاییدوي، چې په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه د خوست ولایت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ولسي وګړي په سراچه موټر کې له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د علي شېرو ولسوالۍ په بخانه سیمه کې یې په موټر خښ شوي ماین چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې پنځه تنه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا په لار کې اېښودل شوی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي