سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت د پشت کوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د هرات د پولیسو ویاند
جمهور خبري آژانس ته ویلي، طالب ولسوال ملا سیف الله نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مه سهار له خپلو وسله والو سره یو ځای د شینډنډ په لویه لار په یوه امنیتي پوسته برید کړی و.
نوموړي زیاته کړه، چې د لویې لارې کنډک پولیسو د طالبانو سره سخت مقاومت کړی او په ترڅ کې یې دغه طالب ولسوال د دوه ملګرو سره وژلی او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په دې جګړه کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی دی او د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات