د افغان حکومت په هڅو د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی مولوي حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي مولوي حمدالله ترخېل ۱۷ کاله د ګوانتانامو په زندان کې بندي و او پنځه ورځې مخکې راخوشی شوی دی.
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټر لیکلي، مولوي تره خېل د افغان حکومت په هلو ځلو د ګوانټانامو زندان څخه خوشي شو.
هغه زیاته کړې« مولوي حمدالله د ارواښاد شیخ الحدیث مولوي تره خیل صیب زوی چې د یوې روحاني او متدینې کورنۍ پورې اړه لري د څه کم 17 کلونو زندان وروسته د حکومت په هلو ځلو د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی او د هغوي کورنۍ غړو ته مو کابل وسپاره. زه مولوي صیب حمدالله ته د راتلوونکي خوشحاله ژوند هیله کوم.»
په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې مسوول فضل غني حقمل هم د مولوي حمدالله تره خېل د خوشي کېدو پخلی کړی دی.
نوموړی وايي، امریکا نوموړی پنځه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو ته سپارلی و او تېره ورځ په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
د یادونې ده، چې مولوي حمدالله تره خېل د مولوي تره خېل زوی د کابل ولایت د تره خېل سیمې اصلي اوسېدونکی دی.
فضل غني حقمل وايي، هغه د ځینو فعالیتونو له امله د امریکا لخوا نیول شوی و او ۱۸ کاله یې ګوانتانامو زندان کې تېر کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل