۰

ملي امنیت کابل کې وسلې نیولي دي

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د ملي امنیت عمومي ریاست پلازمېنه کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۴۲ میله ډول ډول وسلو د نیولو خبر ورکړی دی.
ملي امنیت کابل کې وسلې نیولي دي
د ملي امنیت عمومي ریاست پلازمېنه کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۴۲ میله ډول ډول وسلو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه وسلې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند سیمو کې نیول شوې دي.

خبرپاڼه وايي، یادې وسلې په یو عراده مرسدیس موتر کې ځای پر ځای شوې وي، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا په دغه سیمه کې  کشف او تر لاسه شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په نیولو شویو وسلو کې ۴۰ میله تومانچې، ۴ میله کلانشکوفونه، یو میل کرنېکوف، یو میل پیکا او ۱۲ کارتنه د تومانچې مرمۍ دي.

بل خوا دغه ریاست وايي، ملي امنیت په یو لړ نورو عملیاتو کې ۶۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي (خام چرس) چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي و د لوګر ولایت په آبچکان سیمه کې نیولي دي.

دغه راز ملي امنیت وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې هم د احمد شاه په نوم د یوه کس څخه ۹۰ کیلوګرامه خام چرس نیول شوي دي.

ملي امنیت وايي، احمدشاه د رحمت شاه زوی په همدې تړاو نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي