۰

دفاع وزارت د ۱۰۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت د ۱۰۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ۱۳ ولایتونو کې ۱۷ ګډ یرغلیز او ۲۹ هوايي بریدونه د طالبانو پر ضد تر سره کړي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، دا عملیات، په اروزګان، بلخ، هلمند، لوګر، کاپیسا، بغلان، لغمان، غزني، دایکنډي، هرات، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې تر سره شوي.

په خبرپاڼه کې  راغلي، په دغه عملیاتو کې ۱۰۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۵ ټپیان او پنځه تنه ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي