۰

فاریاب کې د طالبانو یو سرګروپ نیول شوی دی

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۷
په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
فاریاب کې د طالبانو یو سرګروپ نیول شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه کلیدي غړی میمنې ښار ته نېږدې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، نیول شوی طالب قوماندان قاري نظام الدین نومېږي او د فاریاب ولایت د ګرزیوال ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي قاري نظام الدین د وسله والو طالبانو یو مهم او کلیدي غړی دی، چې د ګرزیوان، بلچراغ او کوهستان ولسوالیو کې د طالبانو کلیدي قوماندان و.

افغان پوځ وايي، نوموړی پرون له غرمې مخکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا مخکې له دې چې میمنې ښار ته ورسېږي ونیول شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي