۰

جوزجان کې د طالبانو په غونډه هوايي برید شوی دی

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
جوزجان کې د طالبانو په غونډه هوايي برید شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې  د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د جوزجان منګجیک ولسوالۍ کې دوه ځایه د طالبانو پر غونډو برید کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې  ۲۱ وسله وال طالبان چې د ماین پر اېښودلو مصروف و وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې پرون کورنیو چارو وزارت هم د د جوزجان په همدې منګجیک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي