۰
افغان حکومت:

تمه ده طالبان ډېر ژر بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
په داسې حال کې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یو ځل بیا له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر ته رسېدلی افغان حکومت هیله ښودلې، چې طالبان به ډېر ژر بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږي.
تمه ده طالبان ډېر ژر بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي
په داسې حال کې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یو ځل بیا له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر ته رسېدلی افغان حکومت هیله ښودلې، چې طالبان به ډېر ژر بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ دوحې ته ورسېده او تمه ښودلې شوې وه، چې پرون دوشنبې له طالب استازو سره خبرې پيل کړي.

ځینې سرچینې وايي، خلیلزاد د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره یې لیدلي او خبرې یې کړي دي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې اختلافات حل شوی او دا ځل خبرې ښایي لنډې او د یوې ورځې لپاره وي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا هم پرون جمهور خبري آژانس ته همدا تایید کړه، چې ښایي طالبان او امریکا دا ځل د یوې ورځې لپاره خبرې وکړي.

د هغه په وینا دا ځل خبرې یوازې د سولې تړون د ځای، وخت او دا چې د کومو هېوادونو استازي ورته راوبلله شي ښايي راټولې شوي وي.

سید اکبرآغا دا هم وویل، چې کېدای شي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون په همدې اوونۍ کې لاسلیک شي، ځکه دواړو لورو د هغه په اړه د خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړې دي.

ویل کېږي د سولې خبرو په دغه پړاو کې به د امریکا او طالب استازي د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي او کېدای شی چې په دې اړه یوې نتیجې ته ورسېږي.

همدې ته په کتو افغان حکومت تمه ښودلې، چې طالبان به ډېر ژر بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري وايي، د افغان دولت او خلکو هيله دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تازه پړاو به د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیزي او د افغانانو غوښتنې ته چې د تاوتریخوالي او وینو بندول دي، درناوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي