د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري، چې پر سکناس جعل ضد کاغد بادندې ۱۰ میلیارده واړه افغاني بانک نوټونه چاپ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې د همدې په خاطر له یوه پولینډي شرکت سره پر سکناس کاغذ د افغانیو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړ.
پر سکناس کاغذ چاپېدونکي افغاني بانکنوټونه به یو ګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوټونه وي چې په اتلسو میاشتو کې به یې کارونه تمام شي او د افغانستان د حکومت په اختیار کې به ورکول شي.
د ملي تدارکاتو اداره وايي، دغه ۱۰ میلیارده افغانۍ چې ارزښت یې ۸ نیم میلیونه ډالر کېږي، له لوړو امنیتي کوډونو او معیارونو سره چاپېږي او افغانستان ته ورکول کېږي.
د یادونې ده، سکناس د کاغذ تر ټولو انتیک ډول دی چې د ګڼو هیوادونو بانکنوټونه پرې چاپ شوي دي او امنیتي کوډونه یې ډېر کوچني دي چې جعلکاري په کې ناممکنه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل