۰
ولسمشرغني:

په تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي

پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد په زموږ په ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي.
په تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد په زموږ په ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ماښام د پوهنې د اصلاحاتو لومړني ملي سمپوزیم په اختتامیه مراسمو وکړې.

ښاغلي غني د اصلاحاتو په خاطر د رغنده بحثونو پر اړتیا ټینګار وکړ وايي، د ازاد بحث له اساسي شرایطو څخه دا دي چې ستونزې تشخیص، موخې تعیین او د مخکې تګ لپاره د لارې نقشه ترتیب شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت رهبري سره یې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه لس غونډې لرلي، په دغو غونډو کې هراړخیز بحثونه شوي، موخې واضح شوي او لومړیتوبونه د بشپړېدو په حال کې دي.

ولسمشر وايي، د دغه سند له بشپړېدو وروسته موږ باید د هیواد معارف پر داسې یو بنسټ بدل کړو چې د ۲۱ پېړۍ اړتیاو ته ځواب ویونکی وي.

هغه پر دې په ټینګار وکړ، چې موږ باید د هیواد له پوهنې واضح درک ولرو ځکه په وینا یې په ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوي دي.

هغه زیاته کړه، ښوونځې ملت جوړوي او له هغه پرته ملت پاشل کېږي. زموږ په ښوونځیو کې متقابل درناوی او ملي یووالی کم دی او همدلي نه ده ایجاد شوې.

ښاغلي غنی و ویل« زموږ ښوونځیو ټولنې ته مسوول وطنوال نه دي وړاندې کړي، ښوونځی باید د کوچني د شخصیت جوړولو په مرکز بدل شي.»

ولسمشر د پوهنې په ولایتي ریاستونو کې د اصلاحاتو پر اړتیا او د پوهنې کارکوونکو د حساب ورکولو په طریقه کې پر بنیادي تغییر ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د ارزونې واضح سیستم دې وجود ولري چې د پوهنې ټوله دستګاه د ښوونځي په خدمت کې قرار ولري.

هغه د خپلو خبرو په پای کې له سیستمي مدیریت د هرکلي پرمهال، د تعلیمي نصاب پر بیا کتنې او ښوونځیو کې له ټکنالوژۍ څخه پر اعظمي استفادې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي