۰
یو امریکایي ډګروال:

هغه جنایات چې امریکايي پوځیانو افغانستان کې کړي څوک یې د بیانولو جرآت نه لري

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
د امریکا د پوځ یوه متقاعد ډګروال ډاګلاس مک ګرګور ویلي، هغه جنایات چې د امریکایي پوځیانو له لوري په افغانستان کې ترسره شوي دي نه رسنۍ او نه یې هم امریکایي پوځیان د بیانولو توان لري.
هغه جنایات چې امریکايي پوځیانو افغانستان کې کړي څوک یې د بیانولو جرآت نه لري
د امریکا د پوځ یوه متقاعد ډګروال ډاګلاس مک ګرګور ویلي، هغه جنایات چې د امریکایي پوځیانو له لوري په افغانستان کې ترسره شوي دي نه رسنۍ او نه یې هم امریکایي پوځیان د بیانولو توان لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې د دغه جنایاتو د بیان توان ځکه هېڅ کس نه لري، چې په وینا یې هېڅوک هم نه غواړي هغه ترخه حقایق په ډاګه کړي چې خپله دوی ته زیان رسوي.

دی وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ځينې امریکایي سرتېري له مرګ سره مخ دي، ځینې نور یې د باد راوړیو پیسو په راټولو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د افغان دولت له پیاوړتیا سره هیڅ مرسته نه ده کړې بلکې د دوی په حضور کې دا هېواد د هېروئنو د تولید او د تورو پیسو د سپینولو پر نړیوال ماشین بدل شوی دی.

د هغه په باور له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل هېڅ توپیر نه کوي، خو ګټه به یې دا وي چې فساد به کم او د مخدره توکو د کښت ملاتړ به ودرېږي.

ګرګور دغه راز د افغانانو قربانیو ته په اشارې ویلي، هلته ډېر شمېر وګړي قرباني ورکوي خو یو شمېر هغه یې بیا د پیسو سپینولو په بهیر کې بډایه کېږي او د امریکا حضور د ځان په ګټه بولي.

د ګرګور په خبره، په داسې حال کې چې په یاد هېواد کې په میلیاردونو ډالر مصرف شوي دي خو طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او هیڅوک هم نه پوهېږي چې مصرف شوې پیسې چېرته ځي.

دغه متقاعد امریکایي ډګروال ټینګار کړی دی چې ټرمپ کولی شي وضعیت ته بدلون ورکړي خو په دې شرط چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او خپل پوځیان ژر تر ژره له یاد هېواده وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي