۰

امریکا: پاکستان مو کلیدي شریک دی اړیکو ته یې ارزښت ورکوو

پنجشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي پاکستان په تیرو ۷۵ کلونو کې د مختلفو ګډو ګټو په برخه کې د امریکا یو کلیدي شریک پاتې شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي پاکستان په تیرو ۷۵ کلونو کې د مختلفو ګډو ګټو په برخه کې د امریکا یو کلیدي شریک پاتې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې بلېنکن د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف د مبارکۍ په پیغام کې ټینګار کړي، چې امریکا له پاکستان سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي«پاکستان په تېرو ۷۵ کلونو کې زموږ کلیدي شریک دی، موږ ورسره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوو.»

بلېنکن شهباز شریف ته د لومړي وزیر کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي دوی تمه لري، چې د پاکستان له حکومت سره خپلو پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي