۰

ډونالډ ټرمپ: ښايي یوه ورځ بیا افغانستان ته ولاړ شو

یکشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، دا احتمال شته چې امریکايي ځواکونو یوه ورځ بیا افغانستان ته ولاړ شي او خپل نظامي تجهیزات بېرته تر لاسه کړي.
ډونالډ ټرمپ: ښايي یوه ورځ بیا افغانستان ته ولاړ شو
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، دا احتمال شته چې امریکايي ځواکونو یوه ورځ بیا افغانستان ته ولاړ شي او خپل نظامي تجهیزات بېرته تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون شنبې د وري۱۳ مه د امریکا میشګان ایالت کې یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې په افغانستان کې د امریکا بهترین نظامي تجهیزات پاتې شول.

ټرمپ د دغه تجهیزاتو تر لاسه کولو ته په اشارې زیاته کړه، چې ښايي یوه ورځ امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته ولاړ شي او خپأ نظامي تجهیزات تر لاسه کړي.

د امریکا مخکني ولسمشر ویلي، په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پرېښودل بې عقل ترین کار وو.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشر پر مهال به یې تل ویل چې امریکا د نړۍ پولیس نه دی او امریکايي ځواکونه به خپل کور ته ستانه کړي.

د یادونې ده، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره ماتې او ناکامي بلل شوې او پر دغه هېواد د متحدینو باور په نړۍواله کچه زیانمن کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي