۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي، له نړیوالو اړیکو ته به یې زیان ورسېږي

پنجشنبه ۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو نه اجازې ته غبرګون کې وايي، دا پرېکړه له نړیوالو سره د طالبانو اړیکې خړې کړي.
که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي، له نړیوالو اړیکو ته به یې زیان ورسېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو نه اجازې ته غبرګون کې وايي، دا پرېکړه له نړیوالو سره د طالبانو اړیکې خړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انتوني بلېنکن ویلي، زده کړې بشري حق دی او امریکا د افغانستان له خلکو سره د کړیو ژمنو د نه عملي کېدو په اړه د طالبانو پلمې نه مني.

نوموړي خبرداری ورکړی، که د طالبانو دا پریکړه فورا فسخه نشي، دا به د افغانستان خلکو، د اقتصادي ودي لپاره د هغه هېواد لید او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د طالبانو هیلو ته جدي زیان ورسوي.

بلېنکن زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د لیسې په کچه نجونې له درسي ټولګیو راګرځول شوي او هغوی ته ویل شوي چې تر ثاني امر پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي«موږ د افغان نجونو او د هغوی د کورنیو تر څنګ ولاړ یو.»

تر بلېنکن وړاندې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم ویلي چې د طالبانو په دې پریکړه ډېر خواشینی دی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دا هغو تعهداتو سره "خیانت" دی چې طالبانو د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په هدف د نجونو پر مخ د ښوونځیو ورونه خلاص کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دېبورا لاینز هم په یوه لیک کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته په واضح ټکو کې ویلي، چې د ښوونځیو په اړه د دوی پرېکړه به د نړیوال باور زیانمن کړي.

د یادونې ده، چې پرون په ټول افغانستان کې تعلمي کال پیل او ښوونځي پیل شول خو له شپږم پورته ښځینه زده کوونکو ته بیا هم د زده کړو اجازه ورنه کړل شوه.

د پوهنې وزارت ویاند او د خپرونو رئیس عزیز احمد رایان ویلي دي چې د نجونو ټول متوسطه او لیسه ښوونځي به تر ثاني امر پورې تړلي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي