۰

که د امریکا په سنا کې د ټرمپ مخالفین ډېر شي له دندې لرې کېږي

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د امریکا د استازو جرګې رسمآ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح اسناد د دغه هېواد سنا ته سپارلي او که چې په سنا کې د هغه مخالفین ډېر شي، ښایي له دندې لرې کړی شي.
که د امریکا په سنا کې د ټرمپ مخالفین ډېر شي له دندې لرې کېږي
د امریکا د استازو جرګې رسمآ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح اسناد د دغه هېواد سنا ته سپارلي او که چې په سنا کې د هغه مخالفین ډېر شي، ښایي له دندې لرې کړی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي تر دوو میاشتو هڅو وروسته په دې بریالي شول چې د ټرمپ ټول اسناد مکمل او هغه د امریکا سنا ته وسپاري.

د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ داستیضاح پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به د امریکا سنا د هغه د محاکمې او استیضاح مراحل مخ ته وړي.

نانسي وایي ټرمپ له واک د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده، پر ځینو هېوادونو یې د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه راوستي دي او دغه راز یې د کنګرې واکونه محدود کړي او صلاحیتونو ته یې درناوی نه دی کړی.

خو ټرمپ دا هر څه یوه سیاسي دسیسه بولي او له سنا غواړي چې دغه قضیه کم ارزښت او بېځایه وبولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي