د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او په افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو او قریشي په واشنګټن کې سره لیدلي او قریشي ویلي طالبان یې د هوکړې د لاسلیک په ورځو کې د تاوتریخوالي کمولو ته حاضر کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو د څو ورځو لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې تر څو د سولې مذاکرات ورسره بېرته د پرمختګ خوا ته ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګن ټاګس وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان د جګړې د ختمولو او دایمي ثبات د راوستلو د لارو چارو تر څنګ له پاکستان سره د امریکا په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې شوې دي.
په ورته وخت کې قریشي د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې له غړو جیمز رسچ، باب مینډیز، میټ رومي او کرس مرفي سره هم په یوه جلا کتنه کي ویلي پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو همکارۍ کې رښتینې هڅې کوي.
قریشي تر دې یوه ورځ وړاندې په یوه ویډیويي پیغام کې هم ویلي و، چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو شوي او د په افغانستان کې د سولې د خبرو په برخه کې یو ښه او مهم پرمختګ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل