۰
عمران خان:

طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دواوس ښار د نړیوالې مجمع په اقتصادي غونډه کې د وینا پر مهال ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده.
طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دواوس ښار د نړیوالې مجمع په اقتصادي غونډه کې د وینا پر مهال ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان نور د سولې د ملګرتیا پرېکړه کړې، ځکه په وینا یې پاکستان په افغان جګړه کې په برخې اخیستو سره زیات تاوان کړی دی.

نوموړي په دغه غونډه کې ویلي، د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان له پریښودلو وروسته افراطیت، مذهبي ډلې، وسله وال ګروپونه او مخدره توکو وده وکړه چې پاکستان ته یې هم زیان ورسېد.

دی وایي، چې  پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۷۰ زره وګړي بایللي او د ځانمرګو بریدونو له کبله پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنام شو.

د عمران خان په خبره اوس پاکستان پریکړه کړې چې له سولې سره به همکاري کوي او بیا به د هیڅ کومې کشالې برخه نه ګرځي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هیواد یې د افغان سولې لپاره فعاله رول لوبوي او اوس په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو امکانات زیات دي.

دی زیاتوي، که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي ورسره به پاکستان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي لارې د خلاصېدو نه وروسته ته د ګټې اخیستنې فرصت ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي