۰

وسله والو طالبانو تخار کې د نجونو یو ښوونځۍ سوځولی دی

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د نجونو یوه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.
وسله والو طالبانو تخار کې د نجونو یو ښوونځۍ سوځولی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د نجونو یوه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار په ځنډه کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي، وسله والو طالبانو سهار وختي د تالقانو ښار په اړوند سیمه کې د بودله په نوم د نجوونو یوه منځني ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دی.

د نوموړي په وینا دغه په دغه ښوونځي کې ټول مجهز توکي، چې د یوه ښوونځي لپاره پکار و، موجود چې ټول یې سوځېدلې دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر هم د پېښې پخلی کړی وايي، دغه ښوونځۍ په مکمله توکه سوځېدلی او له منځه تللی دی.

د تخار د پوهنې ریاست چارواکو په وینا په دغه ښوونځی کې ۲۹۲ تنه زده کوونکې په زده کړو بوخت وې، چې ۱۷۴ یې هلکا او ۱۱۸ یې نجونې وې.

د تخار د معارف ویاند عظیم الله توحیدي ویلي، د بودله منځي ښوونځي ۹ درسي او اداري خونې درلودې چې له ټولو اسنادو سره سوځیدلي دي.

که څه هم چارواکو د ښوونځي سوځولو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي