۰
ټرمپ:

افغان جګړه ختموم او ځواکونه له دغه هېواد راباسم

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملت ته د وینا پر مهال ویلي، نور د افغانستان جګړه ختموي او ټول سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي.
افغان جګړه ختموم او ځواکونه له دغه هېواد راباسم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملت ته د وینا پر مهال ویلي، نور د افغانستان جګړه ختموي او ټول سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې ملت ته کلنۍ وینا کوله، ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا جګړه اوږده شوه او ټوله بیه یې امریکایي کورنۍ پرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، نور غواړي، چې په افغانستان کې دغه اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل سرتېري له دغه هېواد څخه راوباسي.

هغه یو ځل بیا خپله پخوانی خبره تکرار کړې ویلي، یې دي، نه غواړي، چې زرګونه بې ګناه افغانان و وژني نو ځکه غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي او سرتېري راوباسي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي، جګړه به ختمېږي او دی نه غواړي چې په دغه جګړه زرګونه افغانان ووژني.

نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت ستاینه هم کړې وايي، دوی دلته په یوه عالي کار بوخت دي او د سولې خبرې به هم ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر پر ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ او و یې ویل د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ترهګر خوندي نه وي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر یو ځل وړاندې هم ویلي و، چې نه غواړي په یوه ورځ لس میلیونه افغانان و وژني، که نه په وینا یې په یوه اوونۍ کې به افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي