سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې پنځو تنو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند عمر ځواک وايي، په چاودنه کې دوه ملي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي دوی.
نوموړي زیاته کړې، دغه پولیس په سيمه کي د لاري پر سر د ماينونو د خنثی کولو ماموريت درلود.
خو په ورته وخت کې یوې بلې امنیتی سرچینې ویلي، چاودنه د موټر بم له امله شوې ده.
جمهورخبري آژانس:هلمند